پښتونخوا

د پاکستاني دري عسکر په سویلي وزیرستان کي وژل سوي

پاکستان وايي په سویلي وزیرستان کې یې پر پوځیانو برید سوی، چې له امله یې ۷ عسکرو ته مرګژوبله اوښتې ده.

پاکستاني رسنیو ددغه هېواد د پوځ د عامه اړیکو د مسؤلینو په حواله خبر ورکړی، چي د سویلي وزیرستان اړوند خیبر پښتونخوا سیمه کي یې د ګزمې پر مهال پر عسکرو برید سوی چې له امله یې درې عسکر وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

پاکستاني ویبېاڼې دي ایکسپرېس ټریبیون په خپل راپور کې ویلي، دغو عسکرو د القاعده او طالبانو په پاتیشونو پسې چاڼیز عملیات کول چې یاده پېښه رامنځته سوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د پاکستاني پوځ مشر قمر جاوېد باجوه ویلي وو چې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې به امنیتي اقدامات نور هم زیات کړي.
.

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close