خبرونه

ماین چاودنې پکتیا کې څلور پاڅونوال او یو ملکي وګړی وژلي

ځايي حکومتي چارواکي وايي چې د پکتيا ولايت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماين چاودنې څلور ولسي پاڅونوال او يو ملکي وګړی وژلي دي.

د ډنډ پټان ولسوال عيد محمد احمدزي وويل چي دغه چاودنه تېر ماښام شاوخوا شپږ بجې د يادې ولسوالۍ د نري کوتل په سيمه کې د پاڅونوالو پر اکمالاتي رېنجر موټر سوې ده.

نوموړي وويل چي څلور واړه پاڅونوال په رېنجر موټر کې سپاره و او ملکي وګړی پلی روان و چې د چاودنې په نتيجه کې ووژل سو.

د ولسوال عيدمحمد احمدزي په وينا دغه موټر په سيمه کې د ولسي پاڅونوالو امنيتي پوستو ته اکمالات کول چې له يادې پېښې سره مخ سوی دی.

تر اوسه د دې بمي چاودنې مسؤليت چا پر غاړه نه دی اخيستی او نه هم وسله والو طالبانو په دې اړه څه ويلي دي.

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close