ادب او کلتورجالب او په حیرانوونکيخبرونهراپورونهروغتیافلمي نړۍ

نابینا خو پر موسیقۍ مین

لغمان کې یو نابینا چې د کورنۍ سرپرستي ورترغاړې ده او د خپل خواږه غږ پر مټ د خپلو اولادونو لپاره روزي ګټي.
فرید فریادي د لغمان محلي سندرغاړی دی، چې په سترګو نابینا خو پر موسیقۍ مین د هغه د کورنۍ نور غړي هم د ده په شان نابینا دي.
نابینا خو پر موسیقۍ می
فرید فریادي د لغمان هغه محلي سندرغاړی دی، چې په سترګو نابینا خو له موسیقۍ سره خپله مینه ښه پالي.
دا سړی د ژوند له هر کړاو او ستړیا سره په جنګ خو خپل پام ډیر کله په موسیقۍ غلطوی
فریادي وايي، زیات وخت به یې د استاد منګل سندرې اوریدې چې له هماغې راهیسې یې موسیقۍ ته مخه کړه
(( زما لارښود د موسیقۍ په برخه کې منګل استاد دی، د هغه غږ مې ډیر خوښیده نو سندرې به مې اوریدې او له هغې راهیسې مې موسیقي ته مخه کړ.))

د فریادي دوه خویندې او یو ورور هم نابینا دي هغه وایي، د ژوند ډیرې سختۍ یې ګاللي او لا زغمي
د پښتو ژبې دغه نابینا سندرغاړي کلونه په پاکستان کې ژوند تیرکړی او تر نهم ټولګي ېې کابل کې د برییل ښوونځي لوستی.
((درې مې اولادونه دي د وه خویندې او یو ورور مې هم نابینا دی، ژوند مې په سختیو کې تیریږي بس ژوند او تیریږي مبارزه په کار ده.))

فریادي وایي، له سختو اقتصادي ستونزو مخ دی خو همیش یې د ژوند سره مبارزه کړې او تل یې ځان ته درد خو نورو ته یې خوشالي ورکړې.
هغه وایي، که خلک یې د خوښیو مراسمو ته بوځي نو د ژوند چاره یې روانه خو ډیرکله یې له بې وسۍ شپې په نهاره تیرې کړي.
((سندرغاړي تل نورو ته خوشالي ورکوي خو په خپله یې ژوند له دردونو ډک وي، زما ژوند هم همداسې یو کیسه لري.))

د لغمان محلي نابینا سندرغاړی لا هم د ابادۍ فکر ساتي او هیله مند دی، چې یوه ورځ به یې په هیواد کې شته ناخوالې پای ومومي.

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close