خبرونه

د تخار په خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې ۹ ولسي پاڅون کوونکي وژل سوي دي

د تخار د والي ویاند محمد جواد هجري: وویل، دغه کسان هغه مهال ووژل سول چې طالبانو یې پر پوستو بریدونه وکړل.

هغه زیاته کړه: “نښته بیګا ۱۲ بجې پېل او تر یوې بجې یې دوام کړی دی، نښته کې ۹ ولسي پاڅون کوونکي چې د ملک تاتار کسان وو، وژل شوي او دوه نور ټپیان دي، مخالفانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، اوس هلته وضعیت نورمال دی او کومه ستونزه نشته.”

درې ورځې وړاندې طالبانو په همدې ولسوالۍ کې یوه ورته برید کې ۱۳ پاڅون کوونکي ووژل.

پاڅون کوونکي پر قومي مشرانو او قومندانانو پورې تړلي وسله وال دي چي د دولت په ملاتړ د خپلو سیمو د امنیت لپاره وسله ورکول سوې

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close