خبرونهراپورونهژورنالیزم

منیب: معلوماتو ته لاس رسی د رسنیو او ولسونو قانوني حق دئ

د کندهار ولایت مقام د مرستیال او خبریالانو د مصؤنیت کمېټې مشر عبدالحنان منیب په مشري د دوشنبې په ورځ د خبریالانو د مصؤنیت کمېټې نوبتي غونډه جوړه سوه، چي پکښي د کمېټې ټولو غړو او د یو شمېر دولتي ادارو مسؤلینو برخه اخیستې وه.
په پیل کي د خبریالانو مرکز مسؤل احمد لودین، د ازادو خبریالانو د ملاتړ ادارې(نی) مسؤل عبدالسمېع غیرتمل، د کندهار پریس کلب مسؤل جاوید احمد تنویر او یو شمېر نورو خبریالانو یو په بل پسې خبرو کي معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کي یو شمیر ستونزي شریکي کړې او وویل، چي یاده برخه کي دي همکاري ترسره سي.
وروسته د هغو ادارو مسؤلینو او استازو، چي ویل کېدل خبریالانو سره پر وخت معلومات نه شریکوي، د خبریالانو او رسنیو مسؤلینو د شکایتونو په اړه د سپیناوي ترڅنګ هغوی ته ډاډ ورکړ، چي په راتلونکي کي به د هر ډول سوی تفاهم مخنیوی کوي او معلوماتو ته د لاسرسي قانون مطابق به خبریالانو سره معلومات شریکوي.
همدارنګه د ولایت مقام د مطبوعاتو مسؤل احمد بهیر احمدي معلوماتو ته د پر وخت لاسرسي په برخه کي خبریالانو او د رسنیو مسؤلینو سره خپله ژمنه تازه او له هغوی یې غوښتنه وکړه، چي د معلوماتو د ترلاسه کولو پر وخت دي پر موثقو رسمي منابعو تکیه وکړي.
وروسته ولایت مقام مرستیال او خبریالانو د مصؤنیت کمېټې مشر عبدالحنان منیب د کرونا ویروس د لا خپرېدو مخنیوي په برخه کي د رسنیو او خبریالانو له لوري د عامه پوهاوي پروګرامونو د نشر او ترتیب په خاطر مننه وکړه او ویې ویل، د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په موخه له ډېرې مودي راهیسي د خبریالانو د مصؤنیت کمېټې میاشتنۍ غونډه نه وه جوړه سوې خو له دې وروسته به هره میاشت دغه غونډه جوړېږي، څو د رسنیو او خبریالانو ستونزو ته پر وخت رسیدګي وسي.
ښاغلي منیب، اطلاعاتو ته لاسرسی د رسنیو او ولس قانوني حق وباله او زیاته یې کړه، د خبریالانو او د رسنیو مسؤلینو ټولي ستونزي یې په نخښه کړې، چي هري ادارې ته به په رسمي بڼه ولېږدول سي او تر دې وروسته که هره دولتي اداره خبریالانو سره پر وخت معلومات شریک نه کړي، دغه چاره به د عامل شخص پر کلنۍ ارزونه مستقیم اغېز ولري.
د ولایت مقام مرستیال رسنۍ د ولس او دولت ترمنځ د ارتباط وسیلې او د عامه اذهانو د روښانه کولو مؤثرې منابع یادې کړې او له هغوی یې غوښتنه وکړه، چي د خپلواکۍ د ۱۰۱مي کالیزي په نمانځلو کي خپل ملي مسؤلیت په ښه توګه ادا کړي

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close