خبرونهراپورونهروغتیا

چینايي رسنۍ: چین په بریلۍ توګه د کروناضد لومړنی واکسین جوړ کړی

د چینایي رسنیو د راپورونو له مخي په چین کي د کان سینو د دوا جوړوني یوې کمپنۍ ویلي چې په بریالۍ توګه یې د کرونا ضد واکسین جوړ کړی دی. بلخوا د چین د معنوي ملکیت سازمان هم ویلي چي د چین د لومړني واکسین د ثبت امتیاز کان سینو کمپنۍ ته ورګرځي او ددغه شرکت واکسین به خلکو ته وېشل کېږي.
د دوا جوړوني دغه کمپنۍ د عفوني ناروغیو د متخصص چن وي تر نظر لاندي دغه واکسین جوړ کړي دي.
د چین حکومت وایي که د کرونا بله څپه په چین کي خپره سي نو په چټکه توګه به ددغه ویروس د کنټرول لپاره یاد واکسین تولید سي.
ویل کیږي چي دغه واکسین په څو میاشتو کي د ازمویښت له څو پړاونو تېر سوی دی.
چینايي متخصیصین وایي چي د کرونا ویروس د کنټرول لپاره پر لا ډېرو تحقیقات هم بوخت دي.

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close