ادب او کلتورجالب او په حیرانوونکيلیکنيځانګړې مطالب

(د انجلۍ حسن، د شیطان وسوسه) ژباړه : محب همدم

یوه ښکلا لرونکې، پېغله هره ورځ یوازي پوهنتون ته تلله، چیري چي انجلۍ درس ویل پلار یې هم هلته د استادﺉ واجبه پر غاړه درلودل. یوه ورځ چي، خړو خړو وریځو د آسمان مخ پوښلی وو، تندر په دوامداره ډول کړنګېدلې، باران په ډېر شدت سره اورېدﺉ، هر چا کوشش کوﺉ چي ېوې ګوښې ته پناه یوسي، د یخنۍ شدت پر ډېرېدو سو.د آسمان څخه اورېدونکي ژلۍ د خلګو پر سرو موښتلې. په عیني وخت کښي، انجلۍ هم د پوهنتون څخه راوتلې وه. په دې اړ و ډور کښي دې هم غوښتل چي پناه ځای ومومي تر څو د باران او ژلۍ څخه په آمان سي، بدن یې د ډېر یخ په سبب رېږدېدﺉ، هیڅ نه پوهېدل چي څه وکړي، باران نور هم تېز سو، آخر مجبوره سوه د یو کور دروازه یې وروټکول.
په کور کښي دننه هلک ،دروازه ورخلاصه کړه، انجلۍ یې کور ته داخله کړه،او د باران تر درېدو پوري یې په کور کښي د اوسېدلو اجازه هم ورکړه، د دوﺉ ددو په منځ کښي تر پېږندګلوي وروسته، معلومه سوه، چي هلک هم د انجلۍ په پوهنتون کښي محصل دﺉ .هلک په ښار کي یوازي په یوه کرایي آپارتمان کښي چي،یوه خونه، یو دهلېز، یو تشناب، یې درلودل اوسېدﺉ. هلک انجلۍ ته په خونه کښي د استرآحت له پاره وویل، هغې تې بخارۍ چالانده کړه. انجلۍ ته یې وویل کله چي خونه ګرمه سي بیا زه په بخارۍ وړلو پسي راځم. د هلک تر تللو وروسته انجلۍ څو دقیقي پر بستر د یخ څخه رېږدېدل وروسته د خوب پرېښاني پر غالبه سوه. سترګې پوټي سرګومه سوه. څو لحظې وروسته هلک خوني ته د بخارۍ اخستلو له پاره ورغلی. په دې وخت کښې نظر پر انجلۍ ولګېدﺉ، چي د خوب په حال کښي داسي معلومېدل لکه د جنت حوري چي د سرو زرو پر پلنګ آرام کړی وي. خېر بخارۍ یې راوخستل په تلوار د خوني څخه راووتی. مګر شیطان چي د هلک د ګمراه کولو په موقه پسي ګرځېدﺉ. رنګارنګ وسوسې یې په زړه کښي وراچول،د انجلۍ تصویر یې دده په دماغ کښې د پریانو په څېر انځوروه.
تر لږ ځنډ وروسته د انجلۍ سترګي خلاصې سوې، کله چې ځان په بستر کښي د پروتي په حال کي ولېدی، پرېښانۍ و بیري واخستل، په ډېره چابوکۍ د خوني څخه راووتل،ګوري چي هلک په دهلېز کښي بې هوښه پروت دﺉ. ددې الم په لېدو یې بیره لا زیاته سوه، تر کوره یې په ځغستاء او چغو ځان ورسوی.کله چي کورته ورسېدل سر یې د پلار پر ځنګانه کښېښوی، په داسي حال کښي چي هغه ټوله شپه پر هر کونج و کنار پسي ګرځېدلی وو. انجلۍ پلار ته د پېل څخه تر انتهاء پوري ټوله کیسه په تفسیر سره وکړه. د قسم په اخستلو سره یې دا هم وویل زه نه پوهېږم په کومه لحظه کښي چي زما سترګي پټي سوې څه راسره وسول. پلار یې ډېر په غوصه سو. کله چي سهار پوهنتون ته راغلی. د هلک پوښتنه یې وکړه، خو دا ورته معلومه سوه چي هلک نه دﺉ راغلی، د غیري حاضري وجه یې وپوښتل ورته وویل سوه. چي هغه په شِفاخانه کښي
بستر دﺉ، د انجلۍ پلار په دې غرض شِفاخانې ته ولاړ، تر څو هلک پیدا او خپل د لور انتقام ورڅخه واخلي. کله چي کوټې ته ورغلی چیري چي هلک بستر وو ولېدل چي د هلک د لاسو ګوټي په پلسترونو تړل سوي، سړي د داګټر څخه د هلک د مریضي پوښتنه وکړه داګټر په جواب کښي ورته وویل کله چي دﺉ موږ ته راوستل سو، دواړه لاسونه یې سوزل سوې وه.
د داګټر څخه د جواب حاصلولو وروسته، د انجلۍ پلار د هلک لېدو ته ورغلی. خپل د معرفت څخه تر مخه یې هلک ته وویل، ستا دي په الله ج قسم وي راته ووایه چي په تا څه سوي دي .هلک خپل د سوزېدو کیسه په داسي ډول پېل کړه، یوه انجلۍ پرون ماشام د باران د شدت څخه زما کور ته پناه راوړه.ما خو هغه ته په خپل کور کي ځای ورکړ، مګر شيطان زه د هغه سره د ناروا کولو له پاره تشویق کولم، زه د هغې خوني ته د بخارۍ په پلمه ورغلم. کله چي مي سترګي پر انجلۍ وبرېښدل نو هغه ماته ډېره معصومه ښکاره سوه، زه ډېر وشرمېدم، بخارۍ مي راواخستل د خوني څخه راووتم. مګر شيطان زه په مسلسل ډول شیطاني دسِسو ته هڅه ولم. غلط غلط خیالات یې زما په ذهین کښي ترسیمول، خو څومره ډېر چي شيطان زه بد تصور ته مجبوره ولم، ما خپلي ګوټي پر بخارۍ سوزلې تر څو د دوږخ اور رایاد کړم او ځان د بدیو څخه وژغورم. څو لحظې وروسته زما ټولي ګوټي وسوزېدلې ،زه بې هوښه سوم. نه پوهېږم چي تر شِفاخانې څنګه راوستل سوم. تر ددې هر څه اورېدلو وروسته د انجلۍ پلار ډېر هېران سو. په لوړ آواز سره یې وویل، اې خلګو تاسي شاهدان اوسی، ما دې پاک نفسه هلک ته خپله لور په نکاح وکړې ده.
نوټ:
سبحانه الله هغه څه چي د هلک د زړه ارمان وو. کله چي شیطان غوښتل، هلک ددې ته تشویق کړي چي د ناروا لاري خپل مطلب حاصل کړي. خو هلک د شیطان نافرماني وکړه.ځکه خو سبحان الکریم زات ج په جایزه ټوګه خپل هدف ته ورسوی.
نوټ همېشه د شیطاني کړنو او دسِسو څخه ځان ژغورنه د مسلمان کامراني و نېکبختي ده.

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close