خبرونهراپورونهروغتیا

عامي روغتیا وزارت: تېرو ۲۴ ساعتونو کي هیواد کي د کرونا ۷۵ نوري مثبتي پيښي ثبت سوي

د عامي روغتیا وزارت د معلوماتو له مخي په تېرو ۲۴ ساعتونو کي په هېواد کي ۷۵ نوري مثبتي پیښې ثبت سوي دي، چي په دې سره د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۷۵۰۶ ته رسېدلی دی.
دغه راز په همدې موده کي د کرونا شپږ ناروغان مړه سوي چي ورسره د ټولو مړو سوو کسانو شمېر ۱۳۶۹ ته رسېدلی دی.
له کرونا ویروس تر دې دمه ټول ټال ۲۷۱۶۶ کسه جوړ سوي چي یوازي په تېرو ۲۴ ساعتونو کي ۴۵۲ کسان بېرته روغ سوي دي.
د عامي روغتیا وزارت وایي چي دمګړی افغانستان له خطرناکي مرحلې وتلی دی، خو بیا هم خلکو ته په کار ده چي ددوی سپارښتني عملي کړي او د کرونا له احتمالي خطرونو ځان او خپله کورنۍ وساتي.

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close