اقتصادخبرونهراپورونه

د رېل پټلۍ اداره: دوو اونیو کي افغانستان ته ۱۳۵ زره ټنه سوداګریز توکي وارد سوي دي

د افغانستان د اوسپني پټلۍ اداره وایي په وروستیو دوو اونیو کي د اوسپني پټلۍ له لارو افغانستان ته ۱۳۵ زره ټنه سوداګریز توکي وارد سوي دي.
د افغانستان د اوسپني پټلۍ ادارې په تازه خپرو کړو معلوماتو کي ویلي چي له دغه مهمي ترانزیتي لاري هیواد ته صادرات ډېر سوي دي.
د سرچینې په خبره په تېرو دوو اونیو کي د حیرتان، آقینې او تورغنډۍ د بندرونو له لاري ۱۳۵ زره ټنه سوداګریز توکي د اوسپنې پټلۍ په مرسته وارد سوي دي.
د سرچینې په خبره دغه توکي په ۲۳۶۱ واګونو هېواد ته رالېږدول سوي دي.
په دې کي لویه برخه یې خوراکي توکي دي او همدا راز ودانیز او نفتي توکي هم پکښي شامل دي.
یادي ادارې ویلي دوی هڅه کوي چي د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو سره د اوسپني پټلۍ په مرسته سوداګري وغوړوي ځکه له یوې خوا چټکه ده او له بلې خوا ارزانه او ډاډمنه تمامېږي.

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close