اقتصادخبرونهراپورونه

عمران خان:د یوې اونۍ اوږو کي به له افغانستان سره تګ راتګ خپل عادي حالت ته را وګرځي

پاکستانی حکومت وایي د یوې اونۍ په اوږدو کي به له افغانستان سره تګ راتګ عادي حالت ته راوګرځي. د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي چې د کرونا ویروس د پراختیا له امله له افغانستان سره په تګ راتګ کي محدودیتونه وضع سوي وه چي په یوه اونۍ کي به محدودیتونه کم سي او تګ راتګ به نورمال حالت ته راوګرځي.
پاکستان د کرونا تر خپرېدو وروسته د فرضي کرښي په تورخم او چمن لارو کي د خلکو پر تګ راتګ بندیزونه وضع کړل.
له څو اونیو راهیسي محدودیتونه کم سوي دي خو په بشپړه توګه نه دي ختم سوي، چي د عمران د څرګندونو له مخي په یوه اونۍ کي به تګ راتګ نورمال سي.

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close