Uncategorizedادب او کلتوراسلام او مذهباقتصادامنیتبیا رغونهجالب او په حیرانوونکيجرمونهجنسي لارښودخبرتیاويروغتیاسولهسپورټسیاستسیمه ایز خبرونهفلمي نړۍلیکنينړیوال خبرونهويډیوټاکنيټکنالوژيپښتونخواچاپیریالژورنالیزم

منیب: په افغانیو راکړه ورکړه د هر افغان وجیبه ده

چهارشنبه ۱۸/جدی/۱۳۹۸ منیب وایې چي  په افغانیو سره راکړه ورکړه د هر افغان ملي وجیبه ده

دکندهار والي مرستیال عبدالحنان منيب په یوې جوړه سوي غونډه کي وویل، چي افغانۍ د افغانانو ملي هويت دی او استعمال يې د افغانستان د هر فرد ملي وجيبه ده.
همدارنګه ښاغلي منيب  د سوداګريز بازار د اتحاديو مسؤلينو ته سپارښتنه وکړه، چي د خوراکي او غير خوراکي توکو او سون موادو نرخونه کنټرول او په عادي ډول راکړي ورکړي ترسره کړي.

په ورته وخت کي د غونډي برخوالو غوښتنه کړل چي افغانستان بانک دي د افغانيو د ترويج او کالدارو د بندېدو په برخه کي د لازمي طرحي د جوړښت ترڅنګ د افغانيو د لږوالي د مخنیوي په برخه کي هم هڅه وکړي.
بلخوا بیا د برخوالو په جواب کي د افغانستان بانک رئيس په کافي اندازه د افغانيو د شتون ډاډ ورکړ او ويې ويل، چي په ياده برخه کي به ټولو ستونزو ته حل لاري لټوي.

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close