اقتصادخبرونهراپورونه

د ازبکستان او افغانستان چارواکو د هیوادونو پرخپل منځنیو اړیکو ټینګار کړی.

د ازبیک رسنیو د راپورونو له مخي د ازبکستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر او د ګڼو وزارتونو مسوولینو د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر حنیف اتمر او نورو لوړپوړو چارواکو سره په بېلو برخو کي پر همکاریو خبرې کړې دي.
د راپورونو له مخي دواړو هېوادونو ویلي چي په اقتصادي، سوداګریزه، ټکنالوژۍ، ارتباطاتو، ترانزیت او نورو برخو کي به همکارۍ ډېروي او اړیکي به لا پراخوي.
دواړو لورو همدا راز د ازبکستان پر برېښنا هم خبري کړي دي او دغه هېواد ژمنه کړې چي افغانستان ته به د برېښنا په صادرولو کي همکاري کوي.
ازبکستان ویلي دوی د افغانستان په وده او پرمختګ کې د تل په څېر همکار دي او تمه لري چې په دغه هیواد کي ژر تر ژره دایمي سوله تامین سي.

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close