Uncategorizedادب او کلتوراسلام او مذهباقتصادامنیتبیا رغونهجالب او په حیرانوونکيجرمونهجنسي لارښودخبرتیاويروغتیاسولهسپورټسیاستسیمه ایز خبرونهفلمي نړۍلیکنينړیوال خبرونهويډیوټاکنيټکنالوژيپښتونخواچاپیریالژورنالیزم

دوه پیلوټان وژل سوي

چهارشنبه ۱۸/جدی/۱۳۹۸دفاع وزارت ویلي، د پوځ یو “ام ای-۳۵” ډوله هلیکوپټره د تخنیکي ستونزو له امله په فراه کې نسکوره سوې ده.

د افغانستان د دفاع وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دا پېښه نن چهارشنبه له غرمې مخکې په ۱۱ بجو رامنځته سوې ده.

دفاع وزارت ویلي، د ملي اردو دغه جنګي هلیکوپټره د فراه له مرکز څخه پرچمن ولسوالۍ ته روانه وه چې د تخنیکي ستونزو له امله راولوېده.

د خبرپاڼې له مخې، په دغه پېښه کې د هوايي ځواکونو دوه پیلوټان وژل سوي دي.

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close