خبرونهراپورونهسپورټ

کندهار کي د بایسکل منتخبي لوبډلي سیالۍ ترسره سوه

د کندهار د سپورټ او بدني روزني ریاست او بایسکل ځغلوني فدراسیون په ګډه همکارۍ د بایسکل منتخبي لوبډلي انتخابي سیالي ترسره سوه، چي د کندهار ۳۰ تنو تکړه بایسکل ځغلوونکو لوبغاړو د کندهار ښار څخه تر تخته پل ولسوالۍ پوري ۶۰ کیلومتره واټن وواهه، چي یوولس تنه د کندهار منتخبي لوبډلي لپاره انتخاب او هلته تخته پل ولسوالي کي د یوې غونډي په ترڅ کي تقدیر سول.

په دې پروګرام کي د ولایت مقام د بشري سرچینو رئیس جاویدالله سلطاني، د سپورټ او بدني روزني رئیس فیض محمد فیضي، د تخته پل ولسوالۍ ولسوال حاجي شاه ولي خان اڅکزی، د بایسکل ځغلوني فدراسیون رئیس حکمت الله صلحي، ځوانانو، قومي مشرانو او ګڼو سیلانیانو ګډون کړی وو.

یادو مسؤلینو او قومي مشرانو د بائیسکل فدراسیون او سپورټ او بدني روزني ریاست هڅي وستایلې او له خپل اړخه یې د هر ډول همکاري ډاډ ورکړ.

په پای کي د کندهار سپورټ او بدني روزني ریاست له لوري د بایسکل ځغلوني فدراسيون ته ستاینلیک او د اول مقام څخه تر لسم مقام پوري لوبغاړو ته جایزې ورکړل سوې.

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close