اقتصادخبرونهراپورونه

موټر چلونکي:حکومتونه دي ژر تر ژره د پولي د پرانیستو ستونزه حل کړي

د ایران او افغانستان د ګډي پولي دواړو خواوو ته د ولاړو موټرونو چلوونکي وایي حکومتونه دي ژر تر ژره د پولي د پرانیستو ستونزه حل کړي.
ویل کیږي چي د نیمروز په سرحدي بندر کي ایراني او افغان لوري ته د ستونزو له امله دواړو خواوو ته سلګونه بار لارۍ ولاړي دي خو د تېرېدو راتېرېدو اجازه نه ورکول کیږي.
ددوی په وینا دواړه هیوادونه هم هڅه نه کوي چي دغه ستونزه حل کړي او په دې توګه سلګونه لاریو ته د تېرېدو اجازه ورکړل سي.
ایراني سوداګرو ویلي چي ایراني حکومت د افغان لوري لسګونه لارۍ؛ درولي دي چي په مقابل کي یې افغان لوري هم پخپله خاوره کي تر ۳۰۰ پوري په توکو بار ایرانۍ لارۍ درولي او د تېرېدو اجازه نه ورکول کیږي.
سوداګرو پر حکومتونو ږغ کړی چي خپلي ستونزي حل کړي او دوی ته دي مالي زیانونه نه اړوي.

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close