اقتصادخبرونه

سېلابونو پنځلس ماشومان مړه کړي

ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، چې نن د شنبې په ورځ د دغه ولایت د ښېوې په ولسوالۍ کې د سیلابونو له امله یوه ښځه او پنځلس ماشومان مړه سوي دي.

د ننګرهار ولایتي چارواکو او ځايي اوسېدونکو اوایې،چې د دغه ولایت د ښېوې ولسوالۍ قلعټک زوړ کلي کې د ډېر باران د اورښت وروسته سخت سېلابونه راوتلي چې له امله یې د یوې مېرمنې ترڅنګ پنځلس ماشومان مړه سوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼی وایې، چې په دغه سیمه کې د څو ساعتونو لپاره سېلابونو دوام کړی چې پنځلس ماشومان او یوه مېرمن پکې مړه سوې ده.

نوموړی وايي، چې سلابونو لسګونه کورونه هم وران کړي او سلګونه جریبه ځمکه یې هم وړې ده.

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close