امنیتخبرونهراپورونهسیاستسیمه ایز خبرونهپښتونخوا

د پاکستان لخوا د راکټي بریدونو په اړه د دفاع وزارت اعلامیه

د پاکستاني نظامیانو لخوا په افغان خاوره د مسلسلو حملو په ترڅ کې نن بیا پاکستاني نظامیانو په سپین بولدک کې په افغان خاوره د راکټونو بریدونه کړي چې په پایله کې یی تر۲۰ بې ګناه عادي وګړي شهیدان او ۱۲۳ تنه نور ټپیان سویدي.

د هیواد لوی درستیز ستر جنرال محمد یاسین ضیاء ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته په ځانګړي ډول ۲۰۵ اتل قول اردو (کندهار)، ۲۰۱ سیلاب قول اردو (کابل)، ۲۰۳ تندر قول اردو (ګردیز) ته قومنده کړې چې د پاکستاني نظامیانو خلاف د بالمثل عمل او غبرګون لپاره په بشپړه توګه تیار اووسي او په دیورند فرضي کرښه باندي پرتو افغان ځواکونو ته د لا نورو سپکو او درندو وسلو مهماتو د لیږلو لپاره اقدام وکړي..

همدارنګه د هیواد د لوی درستیز لخوا د هیواد هوايی ځواک او ځانګړي وسلوالو قطعاتو ته د لومړۍ درجه احضاراتو او تیارسي امر شوی که چیرته پاکستان راکټي بریدونو ته دوام ورکوي، تر څو په وړاندې افغان دفاعي ځواکونه بالمثل قدم پورته کړي.

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close