خبرونهراپورونه

سوریه کي چاودني د ښځو او ماشومانو په ګډون اته کسان وژلي

د سوریې په شمالي سیمه الحسکه کي د یوې چاودني له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون اته ملکي وګړي وژل سوي او یو شمېر نور ټپیان دي.
د سانا خبري اژانس د خبر له مخي، یاده چاودنه نن سهار د الحسکه په له ګڼه ګوڼي ډکي یوې سیمه کي سوې ده.
الحسکه چي د ترکیې اړوند ځواکونو په کنټرول کي ده په دې وروستیو کي یې امنیتي وضعیت یو ځل بیا ترینګلی سوی او د یادي سیمي ډېر شمېر اوسېدونکي د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ سوي دي.

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close