بیا رغونهخبرونهراپورونهچاپیریال

په ګمبیري دښته کې د هوايي ډګر جوړېدو چارې درول سوې دي

د ننګرهار په ګمبیري دښته کې د هوايي ډګر جوړېدو سره د مخالفتونو وروسته حکومت د یادې پروژې د تطبیق چارې عملآ درولي دي. د ننګرهار مدني فعالانو، د ولایتي شورا غړو او په ملي شورا کې ددې ولایت ځینو استازو په ګمبیري دښته کې د حکومت له لوري د هوايي ډګر جوړېدل د داوود خان د پنځه کلن پلان د ناکامولو هڅه بللې وه. د ودانیزو چارو شنونکو او متخصصینو چې د فعالانو په ملتیا يې تازه په ګمبیري دښته کې د هوايي ډګر لپاره له ټاکل شوي موقعیت څخه لیدنه کړې، د هوايي ډګر جوړېدو چارو د درېدو خبره کوي. دوی یاده سیمه د ناکامورا پارک ته نږدې او حاصل خیزه خاوره ګڼي او هلته د هوايي ډګر جوړېدو په تړاو له حکومت څخه د وضاحت غوښتنه کوي.

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close