امنیتخبرونهراپورونهژورنالیزم

د ۲۰۲۰ کال په لومړیو شپږو میاشتو کي د خبریالانو پر وړاندي د تاوتریخوالي ۴۲پیښي ثبت سوي دي

په جنوب کي د افغان خبريالانو د خونديتوب کميټه خبر ورکوي، چي د ۲۰۲۰ کال په لومړیو شپږو میاشتو کي د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۴۲پیښې ثبت سوي دي چې د کمیت له اړخه د تیر کال له شپږو لومړیو شپږو میاشتو سره ډیر توپیر نه لري،ځکه چي د تیرکال په لومړیو شپږومیاشتو کي د کمیټې لخوا د تاوریخوالي ۴۵پیښې ثبت سوې وې.
په جنوب کي د دې کميټې مشر احمد لودين وايې، چي د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالو او ګواښونو له ټولو مواردو ۲یې د وژنې، ۱۱د ټپي کیدو، ۶د وهل ټوکلو، ۹د سپکاوي، ۷د ګواښنې، ۴د تښتونې، ۲دغلا، او ۱مورد هم ناقانونه چلند ( د میاشتني معاش نه ورکول) دي.
د تاوتریخوالو د عاملینو په ډله کي په دغو شپږو میاشتو کي د طالبانو او داعش ډلې د تاوتریخوالي او ګواښونو د ۱۸ پیښو د مسوولیت په لرلو سره، د خبریالانو پر وړاندې د ترټولو زیاتو تاوتریخوالي مسوولین دي.له دې سره باید په یاد ولرو چي د تاوتریخوالو د شدت او جرمي قباحت له اړخه کوم څه چي د دولت مخالفینو د خبریالانو پروړاندې ترسره کړي له حکومتي هغو څو ځله درانه او بد دي، ځکه تروریستي ډلې د خبریالانو په وژولو، تښتونو او ټپي کولو تورنې دي. په حکومت پورې اړوند کسان بیا په دویمه درجه کي دي او د خبریالانو په وړاندې د تاوریخوالو د ۱۳قضیو مسوولیت لري . زورواکي د۳، غله د ۲ ناپیژنده کسان د ۵ او د رسنیو مسوولین د ۱مورد تاوتریخوالي مسوولین پیژندل سوي دي.
لودين وايې د هیواد په مرکز کي د ۲۲مورده تاوتریخوالي او ګواښونو پیښو ثبتیدا، دغه زون د خبریالانو لپاره تر ټولو ناسم زون دی . د ختیځ زون د هیڅ قضیي په درلودلو سره تر ټولو ښه موقعیت کي راځي. سویل او سویل ختیځ زون بیا هریو کې د یوه مورد د پیښیدو له امله دغه زونونه بیا د خبریالانو پروړاندې د کم تاوتریخوالي لرونکو زونونو په توګه پیژندل سوي دي.
د لودين په وينا د ۲۰۲۰کال په لومړیو شپږو میاشتو کي د کرونا ویروس د خپریدو له کبله چي په ټولیزه توګه په هیواد کي د تاوتریخوالي کچه را ټیټه سوې هم وه او د خبریالۍ کار یې را محدود کړی و بیاهم د خبریالانو پروړاندې د تاوتریخوالو د ۴۲پیښو ثبتیدل د پام وړ شمیره ده او د خبریالانو پروړاندې د تاوتریخوالو په اړه د جدي اندیښنې وړ ده.
د لودين په وينا اطلاعاتو ته نه لاسرسی، د خبریالانو او رسنیو پروړاندې پراخ ګواښونه له هغو جدي ستونزو څخه دی چې لا تراوسه پرخپل ځای پاتې دي او تراوسه د حکومت له لورې په دغه خبره کي جدي تدابیر نه دي نیول سوي. د کال په لومړیو شپږو میاشتو کي لسهاوو خبریالان له بیلابیل تاوتریخوالي سره مخ سوي دي.
په دغه موده کي د کرونا له امله اقتصادي را ولاړ سوي زیانونه د دې لامل سول چي د هیواد ټولې رسنۍ له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ سي او خپل ګڼ شمیر کارکوونکي له کارونو ګوښه کړي.
کميټه زياتوي،چي د سولې خبرې اترې او د بیان د ازادۍ د محدودیدلو په اړه اندیښنې د افغانستان د رسنیزې ټولنې بل هغه لوی تشویش وو چي د ۲۰۲۰کال په لومړیو شپږو میاشتو کي د افغانستان د رسنیو ټولنه ورسره مخ وه. د حکومت له لوري د رسنیو د ازادۍ ساتنې ته جدي پاملرنه نه کول او له دغه ارزښت سره د طالبانو د ډلې مخالفت ددې لامل سوی چې د بیان د ازادۍ د راتلونکې په اړه ډاډ زیانمن سي.
د حکومت له لوري د ټولیزو رسنیو د قانون نوې طرحې هم د بیان د ازادۍ د محدودولو په اړه اندیښنې رامینځته کړې؛ چي له نیکمرغه د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې، د افغانستان ژورنالیستانو او رسنیزو بنسټونو، ټولنیزو او مدني سازمانونو د عدالت غوښتنې له امله ولسمشرۍ ماڼۍ دغه طرحه د هیواد له پارلمانه بیرته وغوښته او د لا زیات تدقیق او له خبریالانو و د خبریالانو له ملاتړو او صنفي بنسټونو سره د سلا مشورې په خاطر د ولسمشرۍ دویم معاونیت ته په دې اړه دنده وسپارل سوه.
په دې شپږمياشتني راپور کي غوښتنه سوې ده، چي د سولې په خبرو اترو کي مرکچي پلاوی باید د بیان او رسینو د ازادۍ له ارزښت نه د یو نه معاملې وړ ارزښت په توګه دفاع وکړي. هغه لارښود چي د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې په دې اړه چمتو کړی دی، د رسنیو د ساتنې لپاره ډیره یوه جامع او ګټوره طرحه وړاندې کوي چي مرکچي پلاوی باید ددغې طرحې له مخې د بیان او رسنیو د ازادۍ په تړاو له طالبانو سره خبرو اترو ته کښیني. د یوشمیر ځانګړو نړیوالو بنسټونو لخوا هم ددغې طرحې هرکلی سوی دی او اړتیا ده چې په هراړخیزه توګه عملي سي.
لودين زياتوي افغان حکومت باید خبریالانو ته د اطلاعاتو په ورکړه کي د اسانتیاو لپاره تازه او جدي تابیاوې ترلاس لاندې ونیسي. اطلاعاتو ته نه لاسرسی په یوې جدي او ټول شموله ستونزې بدل سوی او د خبریالۍ د کار پروړاندې یې جدي خنډونه جوړ کړي دي.حکومت باید پوه سي چي په دې برخه کي تیرو هڅو کومه پایله نه ده لرلې نو ځکه اړتیا ده چي یوه تازه طرحه ددغې ستونزې د حل لپاره ترلاس لاندې ونیول سي.

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close