خبرتیاويخبرونهراپورونه

کندهار کي به سږ کال له ۴۷۶۳ کسانو څخه د کانکور ازموینه واخیستل سي

د یکشنبې په ورځ د کندهار د بېلابېلو ښوونځیو د دولسم ټولګیو فارغینو، اختصاصي، شبانه او ماسټرۍ پروګرام لپاره نوماندانو څخه په پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو کي د جذب لپاره د کندهار پوهنتون انګړ کي د کانکور ازموینه پیل سوه، چي ۵ ورځي به دوام وکړي.

د کانکور ازمویني د پیل پر مهال د کندهار پوهنتون رئيس پوهاند ډاکټر عبدالواحد وثیق وویل، سږ کال په کندهار کي ټول‌ټال ۴۷۶۳ کسان د کانکور ازموينه ورکوي، چي ۷۰۵ تني یې نجوني دي.

د ښاغلي وثیق په وينا، د کرونا ناروغۍ له امله سږ کال د کانکور ازموينه په پنځو ورځو کي اخستل کيږي، چي له نن يکشنبې څخه پيل او د رواني اوونۍ تر پنج شنبې ورځي پوري به دوام وکړي او هره ورځ به شاوخوا ۸۰۰ کسانو څخه ازموینه واخیستل سي.

د کندهار پوهنتون رئيس دغه راز یادونه وکړه، کندهار پوهنتون د ۱۳۹۹ کال لپاره په لسو بېلابېلو پوهنځیو کي د هېواد په کچه ۲ زره محصلین د لوړو زده کړو لپاره جذبوي.

د لوړو زده کړو وزارت د کانکور ملي ادارې د کانکور کمېټې استازي پوهنوال عبدالشکور داوري وويل، د یاد وزارت لخوا د کانکور ازمویني د شفافیت په موخه ځانګړي او جدي تدابیر نیول سوي او د هغو په رڼا کي به ازموینه واخیستل سي، څو د کانکور ازمویني نوماندان د خپل استعداد او وړتیا په اساس د خپلي خوښي وړ پوهنځي ته لار پیدا کړي.

د کانکور ازمویني د پیل پر مهال ډاډ وړاندي سو، چي ولایتي ادارې د کانکو ازمویني د ترسره کولو لپاره ډاډمن امنیتي او صحي چاپیریال برابر کړی او د پروسې پر شافیت، حفظ الصحي او نظم پر مراعت ټینګار سوي دي.

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close