بیا رغونهخبرونهراپورونه

کندها ښاروالۍ رغنیزو پروژو کي ښاریانو ته د کار زمینه برابروي

کندهار ښاروال انجنیر محمد رفیع حیات وایي، د کندهار ښاروالي په ټولو رغنیزو پروژو کي کندهار ښاریانو ته د کار کولو زمینه برابروي، د ښار په پرمختیایي برخه کي په اساسي توګه سره د ښاریانو ستونزو ته رسیدګي کوي او هم د ښاروالۍ د پلانونو په تطبیق کي د ښاریانو همکاري غواړي.

کندهار ښاروال پر داسي مهال یادي څرګندوني کوي چي نژدې د ښار په ټولو برخو کي د کندهار ښاروالي لخوا رواني پرمختیایي چاري د ښاریانو اساسي ضرورتونه رفعه کوي.

په همدې اساس د ښار د ۸ ناحیې اړوند په ملت ګذر (پنجاو ویالې) څنګ کي د ۵۰۰ متره په طول ۸ متره په عرض د یوه سړک د جوړېدو چاري راپيل کړي، چي ددې سړک په څنګ کي اوس عملأ د ۵۰۰ متره چرۍ د جوړېدو چاري رواني دي. په دې پروژه کي ۲۰۰ دانې سلبونه هم شامل دي او هم د ۵۰۰ متره په اوږدوالي استېنادي دېوال او دوه پلچکه چي یو پلچک د ۸،۶ متره په طول او ۱متر په عرض دی او دوهم پلچک هم د ۸،۶ متره په طول او ۱متر په عرض جوړیږي، چي ددې پروژې په بشپړېدو سر ه به ددې ساحې اوسېدونکو او کندهار ښاریانو ته لازم ښاري سهولتونه رامنځته سوي وي.

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close