
۱۶/جدی/۱۳۹۸ یکشنبه د زابل ولایت چارواکي وایې چي روانو اورښتونو خلګو ته مرګ ژوبله اړولې ده
د زابل ولایت د طبعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسئولین وایې چي دتیري شپي اورښتونو دمرکز کلات اړوند سیمو کي د ملکي خلګو کورونه نړېولي دي.
هغه وایې چي په دې پېښه کي د یوې کورنۍ یو کوچنی او دوې ښځي شهیدان او ۷ کسان نور ټپیان دي.
د دغه ریاست مسئول وایې چي له یادې کورنۍ سره د ۵۰۰۰۰ پنځوس زرو افغانیو نقدي مرستي ترڅنګ ۲۵ کیلو اوریجي، پنځه کیلو چای، ۵۰ کیلو بوره، ۲۵ کیلو لوبیا او ۲۰ چکۍ دکالو پریوللو صابون مرسته کړې ده.
همدارنګه د زابل ولایت مرکز کلات ښار د شهرصفا ولسوالۍ څخه بغیر نور له ټولو ولسوالیو سره غځېدلي لارې بندي دي.
د یاد ولایت د ټولګټو ریاست مسئولین خبر ورکوي چي کارکوونکي یې په دې مصروفه دي چي څو بندي لارې خلاصي کړي او خلګو ستونزې له منځه یوسي.
خبریال: ظاهر فولاد