خبرتیاويخبرونهراپورونه

د کانکور ازمویني ملي کمېټه:د ۱۳۹۹ کال د کانکور ازمویني به په څلورو پړاونو کي واخیستل سي

د لوړو زده کړو وزارت د کانکور ازمویني ملي کمېټه وايي، د ۱۳۹۹ کال د کانکور ازمویني به په څلورو پړاونو کي واخیستل سي.

د ازمویني کمېټې سرپرست عبدالقدیر خموش کابل کي خبریالانو ته وویل، چي په لومړي پړاو کي به د رواني چنګاښ میاشتي پر ۲۹مه د رزګان، بادغیس، پکتیکا، پنجشیر، دایکندي، زابل، سرپل، سمنګان، غور، فراه، کندز، کندهار، کونړ، لوګر، نورستان، نیمروز او میدان وردګ ولایتونو د کانکور ازموینې واخیستل سي.

په دوهم پړاو کي پړاو به د د راتلونکي لوی اختر پر څلورمه په اتو ولایتونو هلمند، غزني، پکتیا، خوست، کاپیسا، بامیان، لغمان او هرات ولایتونو کي، دریم پړاو کې به د لوی اختر پر ۷ مه په پنځو ولایتونو فاریاب، جوزجان، بلخ، پروان او بغلان کي

او څلورم پړاو کي به د څلورو حوزو په ګډون په ننګرهار، تخار او بدخشان کې او ټول بهیر به یې د راتلونکي زمري میاشتې تر پایه پای ته ورسیږي.

د لوړو زده کړو وزارت د کانکور کمېټې د معلوماتو په اساس د کابل ولایت د کانکور ازمویني به د سنبلې میاشتي پر لومړۍ نېټه په شپږو او یا هم اوو پړاونو کې تر سره سي.

د کانکور کمېټې د سرپرست ښاغلي خموش په وینا سږ کال به ۲۱۰زره کسان د کانکور په ازموینو کې ګډون وکړي چې له ډلې به یې ۱۴۶۹۲۲ بریالي کسان په لوړو زده کړو او نیمه لوړو زده کړو موسساتو کي جذب سي

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close