روغتیالیکنيځانګړې مطالب

د هندواني جالبي روغتیايي ګټي

۱ ـ د A ويټامين د پوست د تازه ګي لامل کيږي او هندوانه په زياته اندازه ويټامين  A لري که  هره ورځ يوه ټوټه اندوانه هندوانه وخورئ پوستکی به مو کاملاً صاف او تازه وي.

– هندوانه پوست تازه ساتي او د کونځو (غونجو) مخه نيسي. دغه راز هندوانه C ويټامين هم لري چي د پوست په ساتنه کي مهم رول لري.

۲ ـ دا چي هندوانه په پراخه اندازه C ويټامين هم لري د هډوکو په سلامتيا او پیاوړتیا کي هم رول لري، دغه راز د ليکوپن په لرلو د هډوکو د خرابېدو مخه نيسي. بلخوا د A ويټامين په لرلو د هډوکو د ښې ودي سبب هم کيږي.

۳ ـ ويل کيږي هغه ورزش کاران چي هندوانه يې خوښيږي د عضلاتو د پياوړتيا لپاره ښه چانس لري. څېړني څرګندوي چي د هندوانې اوبه د عضلاتو د درد مخه نيسي او زړه ضربان هم منظم ساتي.

۴ ـ هندوانه د زړه د بيماريو ګراف کموي او د زړه په روغ ساتلو کې مهمه ونډه لري. هندوانه د ويني په ښه جريان کې مرسته کوي. څېړنې وايي هندوانه د هغو کسانو لپاره چي د ويني لوړ او يا هم ټيټ فشار لري ګټوره ده.

۵ ـ هندوانه د خوړو په هضم کي هم پام وړ مرسته کوي، هندوانه چي په زياته کچه فيبر لري د هضم دستګا فعالوي او هغه منظمه ساتي.

۶ ـ. هندوانه د بدن ځواک زياتوي چې د هر ډول التهاب په لمنځه وړلو کي رول لري.

۷ ـ تحقيقات وايي چي هندوانه د وجود د اوبو پوره کولو مهمه منبع ده. که د ګرمۍ په موسم کې زياته وخوړل سي د تندي مخه نيسي.

۸ ـ هندوانه د سرطان مخنيوي کوي.

۹ ـ دغه راز څېړنو ثابته کړې چي د هندوانې خوراک د مېتابولیزم چټکتيا ډېروي او د وازدو مخه نيسي.

۱۰ ـ هندوانه په زياته پيمانه سي ويټامين لري چې د وجود د  دفاعي سېسټم په پیاوړتیا کې فوق العاده رول لري.

دغه راز د B6 ويټامين په لرلو د انټي باډي په توليد کې مهمه برخه اخلي، د A ويټامين په لرلو د ميکروب په وړاندې دفاعي سېسټم پياوړی کوي

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close