ادب او کلتوراسلام او مذهباقتصادامنیتبیا رغونهجالب او په حیرانوونکيجرمونهخبرتیاويروغتیاسولهسپورټسیاستسیمه ایز خبرونهفلمي نړۍلیکنينړیوال خبرونهويډیوټاکنيټکنالوژيپښتونخواچاپیریالژورنالیزم

بودیجه د خسرګنۍ په کور کي دیغ ده

۱۳۹۸/جدی/۱۴ د افغانستان د مالیې وزارت د ۱۳۹۹ مالي کال د بودیجې سند د ژر تصویب غوښتنه کوي.

د دغه وزارت ویاند شمعروز خان مسجدي نن ازادي راډيو ته وویل، که چیرې ولسي جرګه دغه بودیجې سند تصویب نه کړي دغه وزارت به د دولتي کارکوونکو د معاشونو د ورکړې، د پروژو د لګښتونو او نورو مالي مسایلو په برخو کې له ستونزو سره مخ سي.

د افغانستان د مالیې وزارت نږدې دوه اونۍ وړاندې د ۱۳۹۹ مالي کال بودېجې سند ولسې جرګې ته استولې ده.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې د مالیې او بودیجې کمېسیون رئیس محمد عظیم محسني وايي،چې نن شنبه به د ۱۳۹۹ مالي کال د بودیجې سند تر بحث لاندې ونیسي.

د ۱۳۹۹ مالي کال بودیجه ۴۲۸ میلیارډ او ۳۸۰ میلیونه افغانۍ ده چې له دې ۲۸۹ میلیارډ یې عادي او نږدې ۱۳۹ میلیارډه یې پراختیايي بودېجه ده.

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close