بیا رغونهخبرونهراپورونه

د ننګرهارتورخم ښارګوټي کي ډیجیټلي تله (ترازو) پرانستل سو

د ننګرهار ولایت په تورخم ښارګوټي کي د ګمرګ ریاست اړوند ډیجیټلي تله پرانستل سوه.
د افغانستان د مالي وزارت چارواکو د دې تلې د پرانیستي پرمهال وویل، په تورخم ښارګوټي به د دې سربیره نور اړین تغیرات هم راولي.
د مالي سرپرست وزیر عبدالهادي ارغندیوال زیاته کړه ، چي د دې تلي پرانستي سره به د ننګرهار ګمرګ په عواید کي دپام وړ زیاتوالی راسي.
د نوموړي په خبره یاده تله به د دې ولایت په ګمرک کې د فساد دمخنیوي جرړې هم ورکي کړي.
((په ګمرکي سیستم کي به د پام وړ تغیرات راسي د فساد مخه به ونیول سي او هم هغه څوک چي فاسد وي د هغه مخنیوی به وکړو او د هیواد د ابادۍ لپاره به کار کوو.))

په ورته مهال د ننګرهار ولایتي چارواکو بیا له مرکزي ادارې د تورخم د ښارګوټي د پراخیتیا غوښتنه وکړه.
د دې ولایت سرپرست والي تمیم عارف مومند وویل، که د تورخم ښارګوټی پراخه او ورسره سته سکېنري فعاله سي د ډيرو نا امنیو مخه به ونیوله سي.
(( موږ د تورخم د انکشاف غوښتنه کوو د تورخم سکنر فلج دی باید دا سکنر بیا فعاله سي چي ورسره د فساد او د امنیتي ستونزو مخنیوی کیدای سي.))

بل لورته ولسي استازي بیا په مرکزي حکومت نیوکه لري.
د ولایتي شورا غړی اسرالله مراد وایي، مرکزي ادارې څنګه چي لازمه وه ننګرهار ته پاملرنه نه ده کړې.
دی وایي تل لوړ پوړو چارواکو له دوی سره توپيري چلند کړی دی.
((هغاغسي چي لازمه ده حکومت ننګرهار ته پام نه دی کړی ژمني د ټاکنو پر مهال کیږي خو له ټاکنو وروسته بیا یوه هم نه عملي کیږي هیله ده خپل حق راکړل سي.))

خو په دې ولایت کې سوداګر بیا هم له ستونزو شکایت لري.
د سوداګرو په استازیتو ډاکتر مخلص وایي د افغان تجارانو زرګونه بار لارۍ یې پا کستان کي بند پاتي دي خو څوک یې پوښتنه نه کوي.
((ډیر کله د پاکستان د افغانستان سیاسي اړیکو د خرابوالي له امله په سوداګرۍ هم اغیز کوي غوښتنه مو دا ده چې سوداګري دې له سیاست لرې سي او سوداګرو ته دي اسانتیاوي برابري سي.))
د ننګرهار په تورخم ښارګوټي کي دا تله داسي مهال پرانستل کیږي چي اوس هم د دې ولایت په ګمرګ کي د فساد اړوند ډیری راپورونه خپریږي.

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close