خبرونهراپورونهسوله

کندهارکي دیني علماوو د سولي بین‌الافغاني خبرو د ژر پیل غوښتنه وکړه

د کندهار دیني علماوو د ارشاد، حج او اوقافو ریاست کي د یوي غونډي پر مهال د سولي بین‌الافغاني خبرو د ژر پیل غوښتنه وکړه او د جګړې پر ښکېلو خواوو یې غږ وکړ، چي نور تل پاته سولي ته د رسېدو لپاره دایمي اوربند ته غاړه کښېږدي.

د غونډي په پیل کي د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د وزیر مولوي عبدالحيکم منيب د ورور، ټولو بې‌ګناه ملکي هېوادوالو او د ملي، امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهيدانو د روح د خوښۍ په پار د قرانکریم ختم وسو او ټپیانو ته د لوی څښتن تعالی له دربار څخه د بېړنۍ روغتیا هیله وسوه.

ورپسې د ارشاد، حج او اوقافو رئیس قاضي محمد عمر اخندزاده تل‌پاتې سولي ته د رسېدو لپاره د دیني علماوو پر رول خبري وکړې او پر هغوی یې غږ وکړ، چي نور د افغان وژني د پای، دایمي اوربند او تل پاته سولي ته د رسېدو لپاره د جومات منبر څخه خپل غږ اوچت کړي.

وروسته مولوي سید اسماعیل اغا، مولوي نعمت الله او مولوي محمدشاه اغا او یو شمېر نورو علماوو یو په بل پسي خبرو کي د ایت او حدیث په رڼا کي روانه جګړه ناروا او د وحشت انتها وبلله او زیاته یې کړه، چي نور په هېواد کي د جګړي د دوام لپاره ښکېل اړخونه هیڅ شرعي او منطقي دلیل نه لري.

دیني علماوو دایمي اوربند او سولي ته د رسېدو یوازېنۍ لار بین‌الفغاني مذاکرات یاد کړل او له ښکېلو اړخونو یې د خپل‌منځي خبرو د ژر پیل غوښتنه وکړه.

دیني علماوو دغه راز د اخلاقي فساد، انساني قاچاق او نشه‌يي توکو د کاروني او کاروبار پر مخنیوي ټینګار وکړ او له مسؤلینو یې دغو برخو کي د جدي اقداماتو غوښتنه وکړه.

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close