اقتصادخبرونهراپورونهچاپیریال

ننګرهار کې د تیر کال په پرتله د هندواڼو په حاصلاتو کې لس سلنه زیاتوالی راغلی.

د کرنې او مالدارۍ ریاست مسولین وایي، چې سږکال یې له مرکز سربیره په شپږو ولسوالیو کې په درې زره هکتاره ځمکه هندواڼې کرلي چې یو لک شل زره ټنه تولید یې ورکړی دی.
خو بزګران بیا د اوبو کمښت او د مناسب بازار له نشتون شکایت کوي.

ننګرهار کې د هنداوڼو حاصلات د تیرو کلونو په پرتله په بیساري ډول زیات سوي دي.
د کرنې او مالدارۍ ریاست مسولین وایې په دې ولایت کې د تیر کال په پرته د هندوانو کرنه او حاصلات څو برابره زیات سوي دي.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ ریاست مرستیال، عبدالوارث تاند وایي، تیر کال یې دې ولایت کي په دوه نیم زره جریبه ځمکه هنداونې کرل سوې وې، خو سږکال یې په مرکز او شپږو ولسوالیو کې په درې زره هکتاره ځمکه هنداوڼې کرلي چې په حاصلاتو کې یې د تیر کال په پرتله ی لس سلنه زیاتوالی راغلی.
(( تیر کال مونږ دوه نیم زره جریبه ځمکه هنډاوڼې کرلې وې چې یو لک مټریک ټنه حاصلات یې لرل خوسږکال تولید ډیر دی یو لک شل زره مټریک ټنه د هنداونې حاصلات لرو))

له یوې خوا که د کرنې او مالدارۍ ریاست مسولین ننګرهار کې د هندواڼو د حاصلاتو د زیاتوالي خبره کوي بل لور ته کرونده ګر وایي، چې سږ کال یې د زیاتو ورښتونو او د مسولو ادارو د نه پاملرنې له امله حاصلات تیرو کلونو ته کم رنګه دي.
بزګران وایي، د کرونا وایروس د رامنځته کیدو له امله نه یوازې هنډواڼې ښه بازار نه لري بلکې د سړو خونو د نشتون په وجهه یې ډیر کله حاصلات په کور پاتې کیږي.
دوه بزګران:
(( سږکال مونږ ډیر توان کړی حاصلات کم دي د اوبو رسولو منظم سیستم نشته او حکومت هم پام نه کوي باید دوی له بزګرانو سره کومک وکړي))

په ورته مهال د ننګرهار د زراعت ریاست مرستیال عبدالوارث تاند وایي، چې په ښار او ولسوالیو کې یې په شنو او سړو خونو کار پیل کړی چې په فعالیت سره به یې د بزګرانو شته ستونزې حل سي.
((مونږ په ښار او ولسوالیو کې شاوخوا ۵۵۰ شنې خونې جوړې کړی او همدارانګه د سړو خونو د جوړیدو قراردادونه مو نهایي کړي چې په دوه میاشت کې به دغه خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل سي))

ننګرهار کې دهیواد یو له زراعتي ولایتونو شمیرل کیږي چې د نور حاصلاتو سره سره په کې له تیرو څو کلونو راهیسې هندواڼو کر کیلې هم ښه نتیجه ورکړي ده.

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close