
د جمهور رئیس محمداشرف غني د ژمني سره سم د کلیو پراختیا او بیارغوني ریاست د ولسي تړون ملي پروګرام د اقرا برنامې له لاري میوند ولسوالۍ کي د ١٢ ودانیو دجوړېدو چاري رواني دي او ژر به د دوو نورو د جوړېدو کار هم پیل سي.
د ښوونځیو د جوړېدو چاري د کلیو بیارغوني او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د اقرا برنامې له لاري د کندهار په ۱۳ ولسوالیو کي جریان لري او په نږدې وختونو کي به دا لړۍ نورو ولسوالیو ته هم وغځيږي.