
چارواکي ووایې چي په پکتیا کي یې نشيي توکي او وسلې نیولي دي
د پکتیا د پولیسو ویاند سردارولي تبسم نن وویل چې د پولیسو ځانګړې قطعې د ځاځي اریوب ولسوالۍ اړوند د سکندرخېلو په سیمه کې ۳۰۳ کیلو چرس، درې کلاشینکوفونه او نور پوځي تجهیزات په یو لړ عملیاتو کې ونیول.
تبسم وویل هڅه روانه ده چې د دې اندازه چرسو او وسلو قاچاقبر او عاملین هم ونیول شي.
په پکتیا کې امنیتي مسوولینو داسې مهال د یادو نشه يي توکو د نیولو خبر ورکړی، چې پدې وروستیو کې د یاد ولایت چارواکو ویلي ول، چې د نشه يي توکو د کار بار د مخنیوي لپاره يې هڅې چټکې کړې دي.