بیا رغونهخبرونهراپورونه

د ننګرهار کوز کنړ کي د ملکي هوايي میدان د لومړۍ برخي چاري پیل سوې

د ننګرهار د کوز کونړ په ګمبيري ډاګ کي د نږدې اتيا ميليونه افغانيو په مالي لګښت په شاوخوا درې نيم زره جريبه مځکه کي د ملکي هوايي ميدان د لومړۍ برخي چاري پيل سوې .

په دې پروژه کي د ميدان احاطه،فنس او امنيتي برجونو جوړول شامل دي چي د حکومت بوديجې څخه به يې چاري د ګلوبل اپرېشن شرکت له لوري د اته مياشتو په موده کي بشپړي سي .

د يادي پروژې بشپړيدو وروسته به د ميدان اساسي تاسیسات لکه رانوې، ټکسوۍ او د ترمینل تعمیر ‌‌‌‌‌‌چاري پيل سي .

 

 

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close