ادب او کلتوراقتصادامنیتخبرونهراپورونهټکنالوژي

غزني ولایت کې خلګ د مخابراتي شبکو له کمزوري فعالیته سر ټکوي.

 

د دې ولایت اوسېدونکي وایي چې په دې وروستیو کې د مخابراتي شبکو کمزوري فعالیت له ستونزو سره لاس او ګرېوان کړي او په وینا یې حتی د ولایت په مرکز کې هم د اړیکي نیولو لپاره هسکو غونډیو ته خېژی،څو مقابل لوري ته یې غږ په سمه توګه ورسي.
د غزني ښار یوه اوسېدونکي حامد پيوستون ته وویل “په غزني کې نه یوازي دا چې شبکې کار نکوي،نورې ډېرې ستونزي هم لري. د خدمتونو کیفیت یې کم خو بیې یې بېخي زیاتي دي او کله ناکله خو سړی خبر نه وي چې شبکې یې پیسې وهلي وي،که یې د پېرودونکو څانګې ته زنګ وکړې،هغوۍ پړه پر تا در اچوي، وای نغمې مو فعاله کړې “.
دغه راز د دې ولایت د مقر ولسوالۍ اوسېدونکی نیاز محمد هم وایې مخابراتي شبکې د غزني ښار په پرتله ولسوالیو کې ډېري ستونزي،نوموړي ته زیاته کړه ” ښار ښه ده کله ناکله پکې د شبکو د کمزوري فعالیت ستونزه وي،زموږ ولسوالۍ کې له وختونو راهیسي هیڅ کار نکوي،کله چې له خپلو خپلوانو سره اړیکه نیسو،د کلي سرته ځو،هلته یو هسکه غونډۍ ده،د هغې سر ته خېژو او بیا زنګ کوو،حتی هلته هم کله کله کار نکوي”.
خو د غزني د اتر ا مسؤول عطالله احمدي که څه هم تر یو حده یادي ستونزي منې خو ټینګار یې دا دی چې ولسونه دې له دوۍ سره د یادو ستونزو د حلولو په موخه همکاري وکړي،ښاغلي احمدي سره له پيوستون سره خبرو کې وویل:”په دې وروستیو کې رښتیا هم غزني ولایت کې د مخابراتي شبکو په فعالیت کې ځیني ستونزي پیدا سوي،خو زموږ له مخابراتي شبکو سره په ګډه کار کوو،څو دا ستونزي ژر تر ژره حل کړو “.
د یادوني ده چې د غزني ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د بې امنۍ او د وسلوالو مخالیفینو د ولکي له امله له مودو راهیسي هیڅ مخابراتي شبکې فعالیت نلري.

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close