ادب او کلتوراقتصادبیا رغونهراپورونهچاپیریال

دغزني ولايت 80%فيصده خلک په زراعت باندي بوخت دي

 

غزنی چې يو زراعتي ولايت دی او تر ډيره بریده یی خلک په زراعت باندې بوخت دي اوس د اوبو له کمښت څخه سر ټکوي او وايې چې ورځ په ورځ په دې ولایت کې اوبه مخ په کمیدو دي او موږ له سختو ستونزو سره لاس او ګريوان يو .
د غزني ولايت يو تن اوسيدونکی قدرت شاه وايې چې د لمریزو شمسيانو په راتګ سره زموږ په کلی کې اوبه ډيري کمي شوي دي او ورځ تر بلې ښکته رواني دي .

نوموړي دپيوستون راډيو خبريال ته وويل: په خوا به زموږ په کلی کې اوبه په 10 متره کي وې خو اوس د اوبو ګل 25 مترو ته رسيدلی دی او دلمریزو له راتلو سره اوبو نورې هم ښکته راوني دي او ځي يو لوی علت يې دا دی چي خلک اوبه بې ځایه مصرفوي.

دغزني ولايت د واغظ والسوالۍ اوسيدونکي هم له ورته ستونزي سره مخ دي او وايي چي دلمریزو کارول دومره ډير شوي دي چي هر څوک ورنه بیله گټه اخلي چې اوس زموږ په کليو کې اوبه کمي شوي دي
د واغظ والسوالۍ يوه تن اوسيدونکی حيات تسل پيوستون ته وویل:

زموږ په والسوالي کې اوبه کمي شوي دي او اوس د اوبو له کمښته سره مخ يو پخوا به زموږ اوبه په 25 مترو کې وې خو اوس 75 مترو ته ښکته شوي چې سخت له ستونزو سره مخ يو.

بل خوا د غزني ولايت د ولاړو اوبو مسئول انجينر عبدالله حليميار هم د خلکو ستونزي مني او وايي چي خلک له لمریزو او شمسیانو څخه ډيره بي ځايه استفاده کوي نوموړی له خلکو غوښتنه کوي ترڅو له اوبو څخه سمه کټه واخلي اوخوږې اوبه بي ځايه مصرف نه کړي.
کلپ
ښاغلي انخينر عبدالله له پيوستون راډيو سره خبرو کي وويل: چي زموږ پلان دا ده چي د غزني په مرکز او والسواليو کي لوی او واړه بندونه جوړ کړو تر څو د غزني ولايت هغه رواني اوبه پکې راټولي شي او د غزني ولايت دخلکو دا ستونزه تر ډيره بيريده حل شي.

دا په داسی حال کې ده چې له تيروڅوکالونو را په دي خوا په غزني ولايت کې داوبو سحطه ورځ تربلې مخ په ښکته روانه دي او شنونکې په دي باور دي که اوبه هم داسي بي ځايه مصرف شي نو ممکن په راتلوونکو څوکلنوکې دغزني ولايت خلک دوچکالۍ له بهران سره مخامخ شي
محمد‌غارف رپاند پيوستون راډيو غزني

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close