ادب او کلتوراسلام او مذهبجالب او په حیرانوونکيلیکني

یوه عربۍ ښځه د خپل خاوند کیسه داسي کوي او وایي

لنډه کیسه. هیڅ کله دالله له رحمت څخه مه نا امیده کېږئ.

 

زما خاوند ډېر اخلاقي مسلمان او د مور پلار سره ډیر زیات نیکي کونکی وو، آن تر دې چې د هغې نیکۍ زه حیرانه کړې وم او په تعجب کې یې اچولې وم
د یو کال په تیریدو سره مونږ ته اللهﷻ یوه لور راکړه، کله چې مو لور دوه کلنه سوه؛ نو زما د خاوند وظیفه بل ښار ته انتقال سوه، نهم د رمضان وو چې، له وظیفې څخه بېرته کور ته راروان و چې، د تقدیر موافق یې په یوه ترافيکي پېښه کې خپل دماغ له لاسه ورکړل او ډاکټرانو پرې فیصله وکړه چې، په دماغي طور دا سړی مړ دی او په روغتون کې د نوموړي په علاج لس کاله تیر سو چې، نه ښه کیده او نه مړ کیده؛ نو ماته خپلو ملګرو او خپلوانو وویل چې، ته په محکمه کې عارضه وکړه چې محکمه درته طلاق درکړي، ما د طلاق د اخستلو څخه انکار وکړ او خپلوانو ته مې وویل
-تر څو پورې چې زما خاوند کې روح موجود وي؛ نو زه طلاق نه غواړم او پدې حالت اللهﷻ ته صبر کوم، د وخت په تیریدو سره به ما د خپلې لور تربیه هم کوله او روغتون ته به د خپل خاوند پوښتنې ته هم تلم
لور چې مې لس کلنه سوه؛ نو د قرآنكريم حفظ یې مکمل کړ. یو شپه زه او زما لور روغتون ته د مریض پوښتنې لپاره لاړو؛ ماته مې لور وویل چې، نن شپه به زه د خپل پلار سره د هغه د خدمت لپاره تیره کړم
د دغې شپې واقعه زما لور داسې بیانوي
-زه د خپل پلار د کټ سر ته کیناستم او دسورة فاتحې تلاوت مې کولو چې، د تلاوت په دوران کې ماته خوب راغی او زه ویده سوم، خوب کې یو کس راغی او ماته یې وویل
-پاڅه ولې ویده یې؟ زه پاڅیدم او دوه رکعته لمونځ مې وکړ، بیا راباندې خوب راغی چې ویده سوم، خوب کې یو کس راغی او ماته یې وویل
-پاڅه دا هغه وخت دی چې رحیم او رحمان ذات پکې دُعا قبلوي
زه هم پاڅیدم لمونځ مې وکړ او د اللهﷻ څخه مې داسې دعا وغوښته
-یا اللهﷻ دا زما پلار ستا د بنده ګانو څخه یو بنده دی، زما پلار ته تکلیف رسیدلی او مونږ پرې صبر کړی او ستا شکر مو اداء کړی دی، ستا په فیصله مونږ راضي یو، یا اللهﷻ دا ستا د رحمت لاندې دی او تا د خپل رحمت په وجه ایوب علیه السلام له لوی مرض څخه روغ کړی دی او موسی علیه السلام دې خپلې مور ته واپس کړی دی او یونس علیه السلام دې د ماهي له خیټې څخه ژوندی راویستلی دی او اور دې په ابراهیم علیه السلام جنت برابر کړی دی… یا اللهﷻ زما له پلار څخه هم دا تکلیف لرې کړې.
ددې دعا د کولو څخه وروسته بیا ویده سوم؛ نو د سهار لمانځه وخت کې مې، یو هیبتناک اواز واوریده چې ویل یې
-ته څوک یې او دلته څه کوې؟
ما چې کله سترګې خلاصې کړې؛ د اواز واله سړی زما پلار وو او ماته یې غږ کولو؛ نو د ډیر خوشحالۍ نه زه په ژړا سوم او خپل پلار ته ورغاړې سوم.
هغه زه د خپل ځانه جدا کړم او ویې ویل چې له اللهﷻ څخه وویریږه او له ما څخه جدا سه، ما ورته وویل:
-زه ستا لور اسماء یم، زما د پلار له حالت څخه چې، ډاکټران خبر سول، هغوۍ هم ډیر تعجب کوو او ویل یې چې، پاک دی هغه ذات چې هډوکي پداسې حالت کې ژوندي کوي چې، هغه ذره ذره سوي وي.
پدې ټولو حالاتو باندې زما پلار خبر نه وو، تر دې چې مونږ خبر کړه نو ویې، ژړل او بیا یې وویل
اللهﷻ غوره حفاظت کونکی دی او هغه دنیکانو بندګانو ساتنه کوي.
د اسماء مور وایي چې، زما د صبر له كبله اللهﷻ، ماته خپل خاوند ۱۵ کاله وروسته بیرته، روغ رمټ کړ سره له دې چې د ډاکټرانو په نظر کې هغه مړ وو.
ددې کیسې درس:
-هیڅکله د اللهﷻ له رحمت څخه مه ناهیلي کیږئ، همېشه صبر کوئ او له اللهﷻ څخه د دُعا غوښتونکي اوسئ. خپل مور او پلار خوشحاله ساتئ؛ ځکه د مور او پلار رضا د اللهﷻ رضا ده.
کاپی

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close