ادب او کلتورلیکنيځانګړې مطالب

پردی مزدور سهار وختي پاڅيږي

د ملا له اذان سره یې سم زوړ ماډل څراغ لرونکی موبایل هم وشرنګېد. پر ښي اړخ واوښت

 

د ملا له اذان سره یې سم زوړ ماډل څراغ لرونکی موبایل هم وشرنګېد. پر ښي اړخ واوښت.

د شهادت کلمه یې درسته کړه.

موبایل ته یې لاس ور وغځاوو، د کنسل بټن یې په پټو سترګو وواه.

په ذهن کي یې د چوک ګن شمېر ګارګران او ګڼه ګوڼه را تېرل سول.

د خوب له ځایه پورته سو، د کوټې له کونجه یې د ګرمو اوبو ژیړه بوشکه، چي بېګا یې په ځای نماز کي پټه کړې وه را واخیسته.

د اوداسه لپاره یې ترې ګډوه (لوټه) ډکه کړه، د اوبو له خوړ، خوړ سره یې مېرمنه هم را ويښه سوه، سړیه ماته به دي ږغ کړی وای، چي د اوداسه اوبه مي درته ته تیاري کړي وای، سړي ږغ ونه کړ، له کوټې ووت.

دباندي یخ باد چلېدی، د شپې لږ څه پرخه( شبنم) هم سوې وه.

سړي له ځانه سره وویل، لکه، چي سږ کال هم د تېر کال په څېر وچکالي ده، په سر او څنګلو یې مسحه وکړه، پر برنډه یې د سیمنټو پر ځای وړې وړې شګي اچولي وې، تر دهلېز پورې د ګوتو په سرونو راغلو، لږ شېبه پر ځای نماز کښېناست، د کوټې له کړکۍ لږ څه رڼا را ولوېده، سړی پر لمانځه ودرېد، مېرمني یې له اودس کولو مخکي پر ګاز ډبې باندي توره چای جوشه کښېښوده، له لومنځ کولو ورسته سړی همداسي په ځای نماز ناست و او خپلو چورتونو په مخ کړی و.

لږ شېبه ورسته یې مېرمني ورته په ګېلاس کي تریخ چای او سپوره ډوډۍ کېښوده، سړي وویل، زړه ته مي نه کېږي خو، مېرمني یې خبره ور پرېکړه، د زړه په زور یې وخوره، کېدای سي نن درته کار پیدا سي، د ډوډۍ تر وخته به بیا وږی سې ډېر وخت دی.

سړي وویل خبري دي ورو کوه، ماشومان له خوبه وځي، همدایې د پاچاهۍ وخت دی.

هو ریښتیا د جومات د ملا پیسې مي هم نه دي ورکړي، له خیره که نن چا کار ته بوتلم، د ملا پیسې به هم ورکړم، خو ماشومان هرومرو جومات ته واستوه، مېرمني یې وویل، د ملا پیسې هم ضرور دي خو، سړي ورته وویل،خو څه؟ مېرمني یې وویل اوړه هم خلاص دي، ما ویل بسته بوجۍ خو هسي هم نه سو اخیستی، که دوه منه هم را وړې ښه به وي.

سړي ږغ ونه کړ د کار د کالیو کڅوړه یې ور سره واخیسته، مېرمني ته یې ږغ وکړ، اوو ښځي دروازه را پسي بنده کړه له دې خبري سره له کوره ووت.

د شپې سخت یخ تېر سوی و، مځکه ټوله یخ وهلې وه، د سړي د وچو پلاستیکي بوټونو ږغ، چي جرابي یې هم نه وې پکښي په پښو کړې په کوڅه کي انګازې کولې.

لا هم تیاره وه، پر سړک به یو یو موټر تېرېده، سړي ته یې اشاره کوله، خو سړي به ځان نه پرې پوهولی.

له شلو دقیقو ورسته، د کمپنۍ چوک ته را ورسېد، د څا کيندلو ملګری هارون یې لا وخته د لاسي ګاډۍ سره ، چي د څاه څرخ او ډولچي پکښي ایښي وې ځان د چوک سرته رسولی و، له جمال سره یې روغبړ وکړ، دواړوو ځانونه پېچلي و، د چوک پر سر د تاو سویو بلوکو پر څنډه کښېناستل، خبري یې نه کولې، دواړه خپلو چورتونو په مخه کړي وي، د جمال په غوږونو کي یې د مېرمني د خبري، چي که یو دوه منه اوړه هم را وړي ښه به وي انګازې کولې، د کور د کرایې او د برېښنا د بیل وخت هم په پوره کېدوو.

په ښار کي ورو ورو ګڼه ګوڼه زیاتېدله، د ژمي په را رسېدو سره ساختماني کارونه هم ټول په ټپه ولاړ و، جمال له خپلو زنګنونو سر را پورته کړ، یاره هارونه، هغه اوړی ښه وو، په څاګانو کي اوبه کمي وې، زموږ کارونه هم ور سره ښه و اوس، چي ژمی دی په څاګانو کي هم اوبه زیاتي سوي دي، بل دا چي په نویو کورونو کي اوس څوک څاګاني هم نه وهي دې برمو مو کار را خراب کړ، زه خو وایم، هسي مو کوم بل کارته مخه کړې وای، هارون سوړ اسوېلی وویست، بل کار! هغه نه ګورې، په یوه موټر شل کسان ورټول دي.

هارون وویل خدای دي پر ټولو رحم وکړي، له څا کنۍ مو هسي هم بل څه نه دي زده ، خدای ته به صبر کو، د دې حکومت په راتلو سره خو مو هر څه له لاسه ورکړل، هغه مخکي خو ښه وو، په څومیاشتو کي به یوه ورځ هم نه بېکاره کېدلو، اوس خبره ټوله سر چپه ده، په ټوله میاشت کي ایله راته یو ځل کار پیداسي.

د غرمې دولس بجې سوې، خو هارون او جمال همداسي سترګي په لاره ناست و. کوچني ماشوم چیغي وهلې، بولاني واخلئ ، بولاني ، کورني بولاني، جمال د سترګو تر کونجونو ورته کتل، هارون ورته وویل، که وږی سوی وې یو دانه به درته واخلم، هارون وویل نه زړه ته مي نه کېږي، هسي به هم اوس کور ته ځو.

څو شېبې نور هم ناست و.

څوک پیدا نه سول، چي د کار لپاره یې بوزي، جمال یې خپله خلته ور سره واخیستله، د هارون په اوږه یې لاس کېښود، سوړ اسوېلی یې وویست، زه ولاړم، سر یې کښته اچولی و او روان سو.

هارون یې هم خپله کراچۍ (ګاډۍ) د کور پر لور روانه کړه.

جمال په دې فکر کي و، چي خپلو ماشومانو او مېرمني ته به څه ډول ګوري او د بېګا لپاره به په کور کې ډوډۍ وي که نه، ماشومه لور یې د دروازې په مخ کې په لوبو بوخته وه.

د پلار په څېره کي یې خفګان له ورایه ښکارېدی، لور یې ترې وپوښتل، پلاره ولي خفه یې؟

پلار یې ورته وویل نه نه یم خفه ولي دي دا پوښتنه وکړه؟

لور یې وویل زه پوه سوم ځکه، ښه څه وخت ډېر خوشاله وې؟

پلار یې ورته وویل کله، چي ستا پر شونډو خندا خوره وي.

لورکۍ یې بیا پوښتنه وکړه، خی څه وخت ډېر خفه وي، پلار یې ور غبرګه کړه کله، چي خالي لاس کور ته راسم، لور یې د خپل پلار له پښو لاسونه تاو کړل او ورته وویل پلار! کله، چې خالي لاس کورته راتلې زه به درته خاندم تر څو ته خوشاله وې.

لیکنه: حمیدالله حمیدي

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close