ادب او کلتوراسلام او مذهبلیکنيځانګړې مطالب

د خاوند خدمت او محبت کوونکې میرمن الله تعالی ته محبوبه ده

حضرت علی رضی الله عنه دنبی کريم صلی الله عليه وسلم څخه نقل کوی چي الله تعالٰی هغه ښځه خوښوي چي دخپل خاوند سره محبت کوونکې، خوش مزاجه وي او له پردي سړي څخه د خپل عزت او ناموس ساتونکې وي. (کنزالعمال صـــ ٩٦۱٤ جـــ ٦۱)

فائده: داسي ښځه الله تعالٰی ته محبوبه او خوښه ده چي دخپل خاوند سره محبت کوونکي او د هغه سره دزړۀ اړيکي ساتونکې وي ۔ يوازي دغرض محبت نه وي ،په داسي محبت کي يو بل ته شکايت وي ۔ ولی چي محبت نه وي نو سړی دتکليف او مرضۍ خلاف شيان نه سي زغملای، او که محبت او خالص تعلق او د زړۀ نزديکت وي نو د بدو او تکليفو احساس هم نه وي اوکه چيري وي نو هغه به په خوښي زغملاي سي ۔ له همدې امله دښځي او خاوند په منځ کي عشق اومحبت درلودل په کار دي .

دوهم صفت د الله تعالی دمحبوب کېدو دا بيان کړل سوی دی چي د پردي سړي څخه ښځه دځان ساتنه وکړي ۔ ددې مطلب دادی چي د خاوند څخه پرته د پرديږې سړي سره زړۀ ونه لګوي او د بل چا سره هيڅ ډول مينه او اړيکي ونلري ، د نن زمانې په دې نوي وران سوي تهذيب کي د خاوند څخه علاوه ونور پردو سړو سره ښځې بې تکلفه ټوکې او محبت او بې تکلفه خندا کوي، او دا خوش اخلاقی بولي بلکه دا ستره ګناه ده ۔

واورئ! د ښځو دپاره د پرديو سړو سره ټوکي او د محبت خبرې روا نه دي ۔ دا حکماً زنا ده او دا ټول ګناهونه او دګناه اسباب دي او دالله جل جلاله او د الله د رسول صلی الله عليه وسلم په نزد نا خوښه عملونه دي ۔ ددې څخه سخت زان وژغوری او احتياط کوئ.

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close