خبرونهراپورونه

د کابل اوسېدونکي: علي جناح روغتون د اکسېجن له کمښت سره مخ دئ

د کابل په علي جناح روغتون کي د بستري کرونا ناروغانو د کورنیو غړي وایي چې دا روغتون هم د اکسیجن له کموالي سره مخ دی.
دوی حکومت د کرونا ویروس ناروغانو ته د رسیدګۍ برخه کي په بې پروایي تورن کړی دی او ویلي یې دي چي له همدې امله ګڼو ناروغانو خپل ژوند بایللی دی. د دوی په خبره، کابل کي د علي جناح په نامه روغتون چي د کرونا ویروس ناروغانو ته ځانګړی سوی دی ناروغ لرونکي پکښي د اکسېجن د یوې ډبې پر سر یو بل تر ګریوانونو نیسي
. دا لومړی ځل نه دی چي خلک، د کرونا ویروس ناروغانو ته د حکومت له نه پاملرني سر ټکوي، بلکي تر دې وړاندي هم د کابل په ګڼو روغتونونو کي خلکو ورته شکایتونه کړي او حکومتي چارواکي یې له کرونا وبا سره د مبارزې په موخه د راغلو مرستو او پیسو په چور کولو تورن کړي دي.

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close