ادب او کلتورلیکنيځانګړې مطالب

روپیۍ نه را کوي، د کاله لس منه غنم راکوي

په خيرنه پزه یې لستوڼی را کش کړ، د چپ لاس ګوتي یې د سر په جړو وېښتو کي وهلې.
د تور کمیس په لمن یې سپني پنې ګنډلي وې.
له خلاص ګریوانه یې د سينې راوتلي هډوکي ښکارېدل، په وړوکې مخ یې تور بخونده کرښو لاري کړي وې.

د ولاړ هلک په لاس کي یې په نیمه خوړل سوې کلچه سترګي ګنډلي وې.
په مایوس خو غوښتونکي نظر یې ورته کتل.
ور وړاندي سو. لاس یې ور وغځول سر یې د سوال په دود ورسره کوږ کړ.خو د مقابل لوري ځواب خواشینه ونکی و.

ولاړ هلک پاته کلچه په یوه وار په خوله کړه. په ډکه خوله یې ورته وویل: ولاکه یې څکه راڅخه وکړې،پسي زیاته یې کړه اشتیا یې ډېره صافه ده. ولاړو هلکانو وخندل.

هلک لاس ور ټول کړ ځوړند سر یې د کلا دېوال ته تکیه وکړه.
زغم مي پای ته ورسېد، ورغلم په ببرو وېښتو مي یې لاس را تېر کړ. پورته یې را ته وکتل په سترګو کي یې اوښکي ډنډ وې. مخامخ ورته کښېنستم.

ـ څه نومېږې؟

ـ ادې مي دین محمد جان راته وايې، خو دوی مي دینګی بولي.

ـ دوی دي څه کېږي؟

ـ هیڅ.

ـ نو دلته څه کوې؟

ـ مرزدور یې یم.

ـ څه کار ورته کوې؟

ـ غواو او مېږو ته مټي اچوم.

ـ څو روپۍ درکوي؟

ـ روپیۍ نه را کوي، د کال لس منه غنم راکوي.

ـ لس منه غنم!

ـ هو، کال پوره کېږي غنم به کورته یوسم هغه بل واري چي له کوره راتلم، ادې ویل په کور کي ګرد وړه نسته. که یې غنم لږ ژر در کړو.
کورته یې مه راوړه دغسي نږدې یې د سورګل کاکا ژرندي ته ور وړه نوباره به یې په یوه وار له جنجاله خلاص سې.

دهلک په څېره مي سترګي ګنډلي وې، واړه لاسونه یې څو ځایه چاودي و، ځینو چاودویې تور رنګه وینه کړې وه.

سوچ په مخه کړم د ارواپوهني د استاد لکچر را یاد سو.
په ماشومانوباندي باید دروند کار ونه سي.
ذهني کمزورتيا او منفي پالي لري.

ـ ته د دې کلي یې؟

ماشوم ماته کتل.

ـ نه مېلمه یم.

د ماشوم څېره لږ څه غوړېدلي وه.
و مي ویل دین محمده! پلار دي څه کار کوي، مشر ورور دي سته؟

ـ ورور مي نسته، ادې وایي چي پلار دي شید(شهید) سوئ.

دروند ږ غ مي تر غوږ سو «وا هلکه دینګیه!»

ماشوم ورخطا یوې بلي خواته وکتل.

سړي مخ زموږ خواته راړولی و.
د مخ لمن یې له پښو نیم میتر لري وه. چپ لاسونه یې په خېټه مښل.

د غواوو په اخرونو کي لاس ور ووهه، هغه توره غوا ولي خوراک نه کوي.

ماشوم ورمنډه کړه، له ښۍ پښې د پاپړ چپلکه وخته، بېرته را وګرځېد ترخه یې وخندل.

له کتار اخرونو، مرغۍ والوتې.

لیکنه: عبدالحمید هڅاند

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close