ادب او کلتورلیکنيځانګړې مطالب

پرون شپه مي خوب لیده چي مړ سوی یم .

لومړۍ ورځ یوه پرښته راغله او راته وې ویل :

څه غواړې ؟

ورته ومې ویل : اوبه !

وې ویل : لاړ سه هغې غونډۍ ته وخېژه او اوبه وڅښه، کله چي هلته لاړم په یوې ستري چینې مي سترګي ولګېدې، له هغې چینې څخه مي په مړه خېټه اوبه وڅښلې .
درېیمه ورځ بیا هغه پرښته راغله او وې ویل : نن څه غواړې ؟

بیا مې وویل : اوبه !

هغې وویل : لاړسه هغې غونډۍ ته وخېژه او اوبه وڅښه، کله چې لاړم، ګورم چې چینه ډېره کوچنۍ سوې ده، په مړه خېټه مې ترې اوبه وڅښلې .

اوومه ورځ بیا نوموړې پرښته راغله او وې ویل : څه غواړې ؟

بیا مې وویل : اوبه !

هغې بیا وویل : لاړسه هغې غونډۍ ته وخېژه او اوبه وڅښه، له یادي چینې څخه مې اوبه وڅښلې .

څلوېښتمه ورځ بیا هغه پرښته راغله او وې ویل : نن څه غواړې ؟

بیا مې وویل : اوبه !

هغې یو ځل بیا خپله تېره خبره تکرار کړه او وې ویل، چې هغې غونډۍ ته وخېژه او له هغې چینې څخه اوبه وڅښه .

کله چې هغه ځای ته ورسېدم ګورم، چې د اوبو څاڅکي ډېر کم شوي دي، بېرته را وګرځېدم او له هغې څخه مې وپوښتل :

دا ولې ؟

هغې په ځواب کې وویل : لومړۍ ورځ ټولو دوستانو، د کورنۍ غړو، قوم، مور او خپل خپلوانو دې ستا له پاره اوښکي توی کړې، درېیمه ورځ یوازي ملګرو او مور دي ستا له پاره اوښکې تویې کړې، اوومه ورځ هم یوازې ملګرو او مور دي ستا له پاره اوښکې توی کړې، مګر څلوېښتمه ورځ یوازې او یوازې مور دې وه چې ستا له پاره یې اوښکي تویولې، دا څاڅکي ستا د مور اوښکې دي، چې د تل له پاره تویېږي .

کله چې را ویښ سوم، نو د خپلي مور لاسونه او پښې مې ښکل کړل، پوه سوم چې د مور مینه تل پاتې ده .

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close