په افغانستان کې پېژندل سوی شاعر او لیکوال، حیدري وجودي نن چهارشنبه سهار مړ سو.
هغه د مرګ په وخت کې ۸۱ کلن و.
حیدري وجودي له داسې لیکوالو و چې د مولانا جلالالدین بلخي شعر او ژوند یې څېړه.
‘سالې در مدار نور’، ‘سایه معرفت’ او ‘عشق و جواني’ د هغه له ډېرو لوستل سویو اثارو دي.
د ازادي راډیو د خبریالانو په حواله، حیدري وجودي په کرونا ویروس اخته سوی و او له دې کبله مړه سوی دی.