خبرونهراپورونه

روزګان: قومي مشران وايي حاجي رحیم الله خان دي نور د بنده ازاد سي.

یو شمېر قومي مشران، مدني فعالین او ځوانان نن دوشنبه په مرکز ترینکوټ کي راغونډ سوي وه او د مرکزي دولت څخه يې د روزګان ولایت مخکني امر د امنیت د ازاديدو غوښتنه وکړه.

په روزګان کې لسګونه قومي مشران، مدني فعالین او ځوانان دوشنبه د یوه اعتراض په ډول راغونډ سوي وه او پردولت يې نیوکه کول چي ورسره د مور او میرې چلند کوې.

حاجي رحیم الله خان چي د روزکان د بانفوذه شخصیت مخکني امنیه قومندان جنرال مطیع الله خان ورور دي، شاوخوا دوه کاله کیږي چي په زندان کې شپي و ورځي تیروې، نن دوشنبه قومي مشرانو له جمهور رئیس محمد اشرف غني څخه غوښتنه وکړه چي هغه دي نور د بنده ازاد کړي اوخپلي کورنۍ ته دي وسپاري.

دغه قومي مشران پردولت نیوکه کوې او زیاتوې چي حاجي رحیم الله خان يې په غیري قانوني ډول نیولی دئ.

دوی وايې دولت ورسره دمور او میرې چلند کوې او هغه کسان چي په افغانستان يې زور واکي کول خوشي کړي او د روزګان د امنیه قومندانۍ د امنیت پخوانی امر چي د زور واکۍ په نوم يې نیولی دی، لا هم په زندان کې دی.

یاد قومي مشران له دولت څخه غوښتنه کوې، چي حاجي رحیم الله خان دي ژر تر ژره خوشي کړي او ګواښ کوې که يې خوشي نه کړي، دوی به د خپلو حقه حقونو لپاره په لویو لاریونو لاس پوري کړي او په دغه ولایت کې به د دولت فعالیتونه بندکړي، دوی یوځل په هیواد کې د جګړې پرښکېلو غاړو د پخلایني ږغ هم وکړي.

د غونډې په پای کي یو څو ماده ائیز پریکړه لیک هم ګډونوالو ته وویل سو.

په یاد پریکړه لیک کې لومړی د ولسمشر غني څخه وغوښتل سوه، چي حاجي رحیم الله خان دي خوشي او روزګان ته دي د سته ستونزو د حل په موخه یو باصلاحیته هیئت راولیږي.

دا په داسی حال کي ده چي د حاجي رحیم الله خان سره په یو وخت د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ امنیه قومندان نظام الدين قیصاري او له میدان وردګ ولایت څخه عالي پور هم نيول سوي وه چي هغوي تر لږ ځنډ ورسته خوشی سوی او حاجي رحيم الله خان، لا هم د دولت په زندان پاته دی.

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close