د افغانستان حکومت په کابل کې د خصوصي ټلوېزیون، خورشید پر کارکونکو برید وغانده.
د کابل د کلوله پشتې پر څلور لارې پرون (۱۳۹۹د غبرګولی ۱۱مه) مازدیګر د مقناطیسي ماین په چاودنه کې د خورشید ټلوېزیون یو خبریال او یو تخنیکي کارکونکی ووژل سول.
په چاودنه کې د همدې ادارې ۶ خبریالان زخمیان سوي دي.
دا پېښه په کابل کې د امریکا سفارت او د بخښنې نړیوال سازمان هم په شدت غندلې ده.
د خورشید ټلوېزیون مسئول محمد رفیع رفیق صدیقي پرون له کورنیو رسنیو ته په خبرو کې وویل چې پر همکارانو یې تروریستي برید سوی دی.
صدیقي زیاته کړه: “متاسفانه، په یوه تروریستي حمله کې زموږ دوه همکاران وژل سوي چې یو میر وحید شاه زموږ د اقتصادي چارو خبریال او بل زموږ تخنیکي همکار شفیق امیري وو، زموږ ۶ خبریالان زخمیان سوي دي.
د افغانستان د ولسمشر مرستیال ویاند، دوا خان مینهپال پرون رسنیو ته وویل چې حکومت دا حمله په شدت غندي.
مینهپال وویل چې د پېښې په اړه څېړنې کېږي.
دی وویل: “د وروستي برید په اړه د څېړنې لپاره امنیتي ادارو ته سپارښتنه سوې، د بیان ازادي د افغانستان حکومت یوه لویه لاس ته راوړنه ګڼي او د دې لاس ته راوړنې او د رسنیو د کارکونکو خوندیتوب خپل مسئولیت ګڼي.”
وسلهوالو طالبانو په پېښه کې لاس لرل رد کړی دی.
د پېښې مسئولیت لا کوم ډلې نهدی اخیستی.
په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو سفارت هم دا پېښه په شدت غندلې ده.
د سفارت په لنډ بیان کې چې پر توېټر خپور شوی، لیکل سوي چې پر رسنیو برید د افغانستان پر ازادۍ او پرمختګ برید دی.